د هغه حمل ضایع کول چې طبیعي حالت و ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د هغه حمل ضایع کول چې طبیعي حالت و نه لري

پوښتنه

ه اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

وا یي چې له لبنان څخه یوه لوستونکې په خپل لیک کې را ته لیکي دي چې هغه حامله ده او د حمل ورستۍ ورځې یې دي ، دا وایي چې ما د خپل حمل په اړه مختلفې تلوزوني معاینې او نور طبي معینات و کړل چې ټول معینات په قطعي توګه سره دا ښيي چې حمل توأم یا دوه ماشومان دي او سرونه یې یو له بل سره نښتي دي او نور خلقي تغیرات هم لري .
نو اوس چې د ولادت موده را لنډه شوېده ایا شرعا جواز لري چې هغه خپل حمل و غورځوي او له منځه یې یوسي او که نه ؟
 

ځواب

د امام أعظم ابو حنیفه رضي الله عنه د مذهب فقهاء وایي (لکه څرنګه چې په رد المحتار لابن عابدین : ج ۲ ص ۴۱۱ او فتح القدیر للکمال بن الهمام ج ۲ ص ۴۹۵ کې راغلي دي ) چې له څلورو میاشتو مخکې حمل غورځول مباح دي کوم مشکل نه لري ، که څه هم چې د مېړه له اجازې پرته وي ، او مراد له څلورو میاشتو نه مخکې دا ده چې یعنې مخکې له دې چې په ماشوم کې روح پوک وهلی شي ؛ او روح له څلور میاشتو نه مخکې وجود نه لري ، او په فتاوی الخانیه کې د کراهت په باب کې را غلي دي چې ولا أقول بالحل یعنې زه یې د جواز خبره نه کوم ؛ ځکه چې که یو محرم په حرم کې د ښکار هګۍ ماته کړي نو ضمان ور باندې لازمېږي ؛ ځکه چې هګۍ د ښکار اصل دی ، نو کله چې ښکاري په حرم کې د ښکار کېدونکي پرینده په هګۍ ماتولو سره ګنهګارېږي او باید چې عوض یې ور کړي نو دلته هم کم نه کم پکار ده چې ښځه بې له عذر څخه د خپل حمل په ضایع کولو ګنهګاره و بلل شي ، لکه هغه ښځه چې د حمل له ظاهرېدلو نه وروسته خپلې شودې بندې کړي او د ماشوم له پلار سره هم دا وسعه نه وي چې خپل ماشوم ته د شودو ورکلو لپاره ښځه و نیسي او له ده سره دا وېره هم وه چې هغه خپلې شودې بندې کړي نو ماشوم به هلاک شي ( د حمل ضایع کولو یو جایز عذر دا هم ده چې ښځه د ډېرې شدیدې کمزوري إحساس و کړي او د حمل توان او تحمل په خپل ځان کې نه وینځي ، په ځانګړې توګه کله چې د هغې ولادت عادتا په غیر طبیعي توګه کېده یعنې داسې چې ماشوم په رحم کې سرچپه وي یعنې سر یې پور ته او پښې کته لور ته وي چې په دې حالت کې ماشوم د عملیات په ذریعه پیدا کېږي ، نو دا او دې ته ورته نور حالتونو د شریعت په نظر عذر بلل کېږي چې په دې صورت کې ښځه کولی شي چې مخکې له نفخې یا پوکولو د روح څخه خپل حمل ضایع او له منځه یوسي ،چې نه نګهګره بلل کېږي او نه هم کومه شري جنايي جزا ور باندې را ځي) ، او ایا کله چې حمل واقع شي نو روا ده چې حمل ساقط کړی شي ؟ هو رواده خو په هغه صورت کې چې د ماشوم هیڅ شي لا نه وي خلق شوي ، او علماو دا خبره په ډېرو ځایونو کې بیان کړې ده چې دا وروسته له هغه معلومېږي یو سل او شل ورځې په حمل باندې تېرې شي ، نو د دې دا معنا شوه چې مراد له خلق شوي نه دا دی چې لا روح نه وي پکې پوکول شوي ، او د مذهب د ځینې فقهاو په قول کې را غلي دي چې دا کار مکروه دی اګر که لا خلق شوي هم نه وي ؛ ځکه چې هغه اوبه چې په رحم کې واچول شي نو مآل د هغې حیات یا ژوند دی ، او دا چې مآل یې حیات دی نو له اوسه د حیات په حکم کې بلل کېږي ، مثال یې عین د حرم شریف د ښکار هګۍ ده .
ابن وهبان ویلي دي چې د حمل اسقاط یا ضایع کول حمل دی د عذر په حالت باندې ، او یا هم دا چې ګناه یې دا سې نده لکه د قتل ، او دا اسانترین مذهب دی په دې مسئله کې .
نو کله چې حال دا شو او له روح پوکولو نه وروسته قصدا د حمل له منځه وړل او ضایع کول د هغه نفس په ناروا سره وژل دي چې الله (ﷻ) یې وژل بې له حقه ناروا او حرام ګرزولي دي ، نو هغه عیبونه چې د مور په ګیډه کې په ماشوم باندې ښکاره شي دا شرعي دلیل او ثبوت د دې لپاره نه شي کېدلی چې حمل دې له منځه یو وړل شي که هر څومره دا ډول عیبونه لوی وي او یا واړه وي چې په طبې او جراحي لحاظ سره یې علاج کېدلی شي او یا هم نه شي کېدلی الا په یوه صورت کې دا کار کېدلی شي چې دا وېره را منځ ته شي چې د مور حیات په له منځه لاړ شي .

والله سبحانه وتعالی أعلم
 

Share this:

Related Fatwas