د بانک له لارې د پروژو تمویل

Egypt's Dar Al-Ifta

د بانک له لارې د پروژو تمویل

پوښتنه

د بانک له لارې د پروژو تمویل څه حکم لري؟

ځواب

د پانګونې د تمویل عقدونه چې یو لورۍ یې بانکونه، ادارې یا عمومی اتحادې او بله خوا یې افراد یا بنسټونو دي، په حقیقت کې هغه عقدونه دي چې د امکان سنجیو او د پانګونې د محاسبې پر بنسټ ولاړ دي، او له فریب او زیان څخه خالي دی او د دواړو اړخونو ګټې خوندي کوي، او شرعا روا او کوم حرج پکې نشته، او بايد "قرض" ونه نومول شي، ځکه چې د قرض اساس  مرسته او خالص خیر رسونه ده، او د تبرع(اهداء) له عقدونو څخه یو دی، او د تمویل او پانګونې دا عقدونه د معاوضاتو له  عقدونو څخه دي، او که "قرض" ونومول شي، نو د دې قاعدې سره به خلط واقع شي چې "هر قرض چې منجر په ګټې سود دی."

Share this:

Related Fatwas